CRI Online

شي جين پينګ د سيشل ولسمشر واوېل رامکراوان ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-31 11:02:39

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۳۰مه نېټه واوېل رامکراوان ته د مبارکۍ پيغام ولېږه، ورته يې د سيشل د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو په اړه مبارکي وويله.

شي جين پينګ په دې پيغام کې وويل، د چين او سيشل ترمنځ دوستي لرغونی تاريخ لري، خپلمنځي اړیکو مو ښه پرمختګ موندلی دی او په بېلابېلو برخو کې مو تګ راتګ او همکاريو نوي برياليتوبونه درلودلي دي. زه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنښت ګورم او غواړم چې له ولسمشر رامکراوان سره یو ځای هڅه وکړم څو چې د دواړو هېوادونو دوستانه همکاريو ته لا وده ورکړو او خلکو ته ګټې ورسوو.

(فرشته)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای