CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت له امريکا څخه وغوښتل چې له سياسي وسايلو څخه لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-31 14:25:26

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د دغه وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې له امريکا څخه وغوښتل چې د سړې جګړې ماغزه او ايديولوژيک تعصب دې ليرې کړي، له سياسي وسايلو څخه دې لاس واخلي، د تکنالوژۍ او کلتور په برخو کې دې د چين او امريکا ترمنځ په عادي تګ راتګ او همکاريو کې لاسوهنه نه کوي، په دغه هېواد کې بايد پر چيني محصلينو او څېړونکو د بنديزونو په موخه د قضايي وسايلو غېر مناسب استعمال ختم کړي.

د امريکا جانز هاپکينز پوهنتون په دې وروستيو کې يو راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي چې د دغه هېواد د عدليې وزارت د ۲۰۱۸ کال په مني کې (( د چين ضد عملي پلان )) پيل کړی او له ۹۴ سيمه ييزو عدلي څانګو څخه يې غوښتنه کړې چې هر کال لږ تر لږه پر چين د دعوا يوه يا دوه قضيې وړاندې کړي. د دغه هېواد عدلي څانګو تر اوسه پورې د چين پر ضد تر ۲۰۰۰ زياتې پلټنې کړې دي.

وانګ ون بين د ياد خبر په اړه وويل، له دغه راپور څخه دا حقيقت څرګنديږي چې (( د چين ضد عملي پلان )) په عدلي چارو کې د امريکا د سياسي ادارې له وسايلو څخه دی. کله چې په امريکا کې له چين سره مخالفت د ضروري کار او دندې په توګه ټاکل شوی، دا د حيرانتيا وړ نه ده چې د چين پر اړوندو کسانو او ارګانونو باندې يې د تش په نوم جاسوسۍ او د پټو اسرارو د غلا کولو په شمول دومره زيات تورونه په زور او فرېب لګولي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای