CRI Online

په چين کې د انرژيو توليد او مصارف د اعاده کېدو او لوړېدو په حال کې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-31 16:07:41

سينهوا اژانس د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د چين د انرژۍ له ملي ادارې څخه د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې د انرژيو د توليد او لګښتونو اندازې د اعاده کېدو او لوړېدو په حال کې دي.

د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې په چين کې د برېښنا د استعمال اندازه د تېر کال د همدې مودې په نسبت يو اعشاريه درې سلنه زياته شوې. له تېر مارچ راهيسې د طبعي ګازونو د لګښتونو د مياشتنۍ اندازې زياتوالی رامنځته شوی او د زياتوالي انډول يې مخ پر لوړېدو دی. په درېيمه ربعه کې د نفتو د مصرف اندازې د زياتوالي انډول د دوهمې ربعې په پرتله ۱۲سلنه زيات شوی. په تېرو نهو مياشتو کې د اومه نفتو توليدي اندازه ۱۴۶ مليونه ټنه او د طبعي ګازو توليدي اندازه ۱۳۷ ميليارډه او ۱۰۰ مليونه مکعب متره وه چې په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په نسبت يو اعشاريه اوه سلنه او اته اعشاريه اوه سلنه زياته شوې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای