د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په ۳۱ مه نېټه د چين د فو جيان ولايت په فو جو ښار کې د ۲۰۲۰ کال د ښارونو نړيوالې ورځې په مناسبت يو لړ فعاليتونه ترسره شول او د چين، روسيې، جرمني په ګډون د ډېرو هېوادونو او سيمو حکومتي چارواکو، کارپوهانو، د استوګنيزو سيمو او نړيوالو سازمانونو استازو پکې د ښارونو د باکيفيته پرمختګ او د انسانانو د ژوند او چاپيريال د ښه والي په برخه کې يې تجربې شريکې کړې.
د چين د کورونو د جوړولو او د ښارونو او کليو د ابادۍ وزارت معين جيانګ وان رونګ د دغو فعاليتونو پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې وويل چې چين غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره د کورونو د جوړولو او د ښارونو او کليو د ابادۍ په برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا پراخې کړي، د استوګنيزو سيمو او ښارونو د باکيفيته پرمختګ د هڅولو په برخه کې خپلې تجربې شريکې کړی او په ګډې همکارۍ سره د ښاري کېدو په بهير کې له بېلابېلو ننګونو سره مقابله وکړي څو ښارونه لاښکلي او لااباد شي.
د م م سرمنشي انټونيو ګوټرس او مرستيالې سرمنشي ميمونه محمد شريف په ويډيويي توګه د يادو فعاليتونو په پرانيستونکو مراسمو کې ويناوې وکړې. ميمونه محمد شريف په خپله وينا کې وويل چې بېلابېل هېوادونه دې د استوګنيزو سيمو رول ته اهميت ورکړي او د ټولنې بېلابېلې برخې دې پخواني عادي حالت ته د اقتصادي ودې د ګرځېدو لپاره هغه لار ولټوي چې لاټولشموله، برابره او د چاپيریال لپاره لاګټوره وي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |