د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د صحت او روغتيا ملي کمېټې تازه شمېرنه ښيي چې د اکتوبر په ۳۱ مه نېټه له هانکانګ، مکاو او تايوان دريو سيمو پرته د دغه هېواد په نورو سيمو کې د کوويد -۱۹ تازه ۲۴ نوې مثبت پېښې ثبت شوې چې ۲۱ پېښې له بهرنيو هېوادونو څخه راغلي او ۳ پېښې په شينجيانګ سيمه کې ثبتې شوې دي. په همدې ورځ په دغه هېواد کې د کوويد-۱۹ ويروس له امله هيڅوک نه دي مړ شوي او نور ۶۹ کسان پيدا شوي چې پر دې ويروس اخته دي خو د ناروغۍ هيڅ څرګندې نښه نښانې نه لري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |