CRI Online

د ترکيې د کورنيو چارو وزير پر کوويد -۱۹ ويروس اخته شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-11-01 11:28:56

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د کورنیو چارو وزير سليمان سويلو د اکتوبر په ۳۱ مه نېټه په خواله رسنيو  کې وويل چې د هغه او د ده کورنيو غړو د کوويد -۱۹ ويروس د معاينې نتيجې مثبتې راغلې او دوی اوس په روغتون کې تر علاج لاندې دي. 

د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند کلين په خواله رسنيو کې وويل چې هغه د همدې ناروغۍ علاج وروستي پړاو ته داخل شوی او روغتيايي حالت يې ښه دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای