CRI Online

د چين د نوښت توان لا پياوړی دی او د نړۍ د پرمختګ خوځنده ځواک قوی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-11-01 14:22:52

د بلومبيرګ خبري اژانس(Bloomberg News)او د فورتون ( Fortune) مجلې په ګډون دېرو نړيوالو رسنيو په دې وروستيو ورځو کې په متفقه توګه د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کميټې ۵مې عمومي غونډې له اعلاميې څخه د "نوښت" کليمه راايستلې. لکه څنګه چې دوی متوجه دي ، د يادې عمومي غونډې لخوا تصويب شوی د ۱۴م پنځه کلن پلان وړانديز کوي چې د چين د عصري کېدو د ابادۍ په عمومي وضعيت کې د نوښت پر اصلي موقعيت باندې بايد ټينګار وشي ،د ساينس او ټېکنالوژۍ چارو قوي پرمختګ دې د دولتي پرمختګ پر ستراتيژۍ باندې بدل شي او د پلان جوړولو په مختلفو کارونو کې دې ورته لومړی ځای ورکړي. دا د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې له خوا د پنځه کلن پلان د جوړولو په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د چين د راتلونکي پرمختګ لپاره د ټېکنالوژۍ ستر اهميت روښانه کېږي.

يادې عمومي غونډې د ساينس او ټېکنالوژۍ نوښت مهم موقعيت ټاکلی کوم چې په نوې زمانه کې د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت له ځانګړتياوو او دندو سره سمون لري.اوس د چين پر وړاندې داخلي او بهرنی پرمختيايي چاپيريال له ژور بدلون سره مخ دی. د ساينس او ټېکنالوژۍ انقلاب او صنعتي بدلون نوی پړاو بې له شکه د چين اقتصادي بدلون او لوړ کيفيت د پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابر کړي دي. د يادونې وړ ده چې د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کميټې ۵مې عمومي غونډې په اعلاميه کې د "نوي" کلمه ۶۶ ځلې راغلې ده. د ۱۴م پنځه کلن

پلان د وړانديز اصلي اصل د نوي پرمختګ مرحله ، مفهوم او نمونه ده. دا په بشپړ

ډول ښيي چې چين د سوسياليستي عصري کېدو د هراړخيزې ابادۍ په لاره کې له هر وخت ډېر د لومړي خوځنده ځواک په توګه نوښت ته ډېره اړتيا لري.

په حقيقت کې ، د ساينس او ټېکنالوژۍ نوښت تعقيب نه يوازې د چين د راتلونکي پنځه کلن پلان محتويات دي ، بلکې په راتلونکي کې د اوږد مهاله پرمختيا لار ده. په ياده غونډه کې د ۲۰۳۵ کال اوږد مهاله اهداف وړاندې کېږي چې په کې د کليدي ټېکنالوژيو په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کول او د نوښتګرو هېوادونو په سر کې قرار درلودل شامل دي.د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت په برخه کې د چين له اوسني ځواک څخه دا ښه څرګندېږي چې د دې هدف د پوره کولو لپاره ډېر مناسب شرايط برابر او شتون لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای