له دې امله چې د امريکا د ولسمشرۍ ټولټاکنې به د نومبر په درېيمه نېټه تر سره شي، په دغه هېواد کې حالات کړکېچن شوي، په څو ځايونو کې سوپر مارکټونو، بانکونو او حکومتي ادارو د شخړو د احتمالي رامنځته کېدو د مخنيوي لپاره لپاره امنيتي اقدامات غوره شوي.
په واشنګټن کې، سوپر مارکټونو، بانکونو، د ګلفروشيو، قهوه خانو، هوټلونو او ځينو حکومتي ادارو چې سپینې ماڼې ته نژدې واقع دي، د تختو په استعمال سره خپلې دروازې او کړکۍ پوښلې، د ځينو سړکونو په غاړو کې د ټولټاکنو په ورځو کې د موټر تم کېدو د مخنيوي خبرپاڼې هم نښلول شوې. دا په پخواني زمانه کې نه وو ليدل شوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |