د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون به ژر تر سره شي، مقدماتي کارونه يې بشپړ شوي دي. د سږنی نندارتون مساحت د پروسږ کال په پرتله ۱۴ سلنه زيات شوی. د نړۍ ۵۰ ډېر غښتلي شرکتونه به د لومړي ځل لپاره په دې نندارتون کې ګډون وکړي، سلګونو شرکتونو په راتلونکيو درېيو نندارتونونو کې د مسلسل ګډون تړون لاسليک کړی دی. سلګونه نوي توليدات، تخنيکونه او خدامت به په دې نندارتون کې د لومړي ځل لپاره چين او ټولې نړۍ ته وښودل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |