د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پينګ د نومبر په ۲مه نېټه د دغه کمېسيون د بشپړو او ژورو اصلاحاتو کمېټې د يوې غونډې مشري وکړه.
شي جين پينګ په دغه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې چين به د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې نوې پرمختيايي مرحلې ته ننوځي او د اصلاحاتو کليدي وخت به يې راورسېږي. موږ بايد سختو مسئلو ته زياته پاملرنه وکړو څو اصلاحات د پرمختيايي اړتياوو او د خلکو له ګټو سره سم تر سره شي او له پرمختيايي چارو سره په هراړخيزه توګه ونښلول شي.
په دغه غونډه کې د نوې زمانې لپاره د دولتي اقتصادي ترتيباتو او جوړښت د غوره والي او تنظيمولو وړانديز، د لوړ معيار لرونکي بازاري سيستم د جوړولو عملي لايحه او له سهامي بازار څخه د شرکتونو د وتلو ميکانيزم د بشپړولو عملي پلان تصويب شول.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |