CRI Online

په تيرو ۷ ورځو کې هره ورځ په امريکا کې په کوويد-۱۹ د تازه اخته کسانو شمېر د لومړي ځل لپاره له ۸۰ زرو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-11-03 14:42:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ناروغيو د کنټرول او وقايي مرکز د نومبر په ۲مه نېټه د يوې شمېرې په خپرولو سره وويل، په تيرو ۷ ورځو کې هره ورځ په امريکا کې په کوويد-۱۹ د تازه اخته کسانو شمېر ۸۰ زره او ۸۰۰ ته رسېدلی، دا د پخوا په نسبت ډېر زيات دی.

په دې وروستيو کې په امريکا کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو حالات بيا سخت شوي، د تازه اخته کسانو شمېر په مسلسل ډول پخواني ريکارډونه مات کړي، د اکتوبر په ۳۰مه نېټه په دې هېواد کې په دې وبا د تازه اخته کسانو شمېر ۹۹ زرو او ۷۵۰ ته رسېدلی، دا د دې وبا د خپرېدو نه راپدېخوا نوی ريکارډ دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای