CRI Online

چين د هېواد پرمختګ لپاره پر منځ مهالی پلان بحث کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-03 14:44:33

چين د هېواد پرمختګ لپاره پر منځ مهالی پلان بحث کوي

د روسيې ورځپاڼې د نومبر په ۲مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې و، (چين د خپل هېواد د پرمختګ پر منځ مهالي پلان څېړنې وکړې او د اقتصاد او ټولنې هراړخيز پرمختګ به وهڅوي). په دغه تبصره کې راغلي، د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې په پنځمه عمومي غونډه کې د چين د اقتصاد او ټولنې پرمختګ په اړه د ۱۴م پنځه کلن پلان او تر ۲۰۳۵ کال پورې د انکشافي موخې د ټاکلو وړانديز تر څېړنې وروسته تصويب شو او دغه راز به چين د داخلي اړتياوو زياتېدو تر څنګ د لا نورې لوړې کچې ورخلاصون تګلارې غوره کړي. برسيره پر دې، چين به په دوامداره توګه د علمي تکنالوژۍ په برخه کې پانګونې زياتې کړي او په راتلونکو ۵ کلونو کې به د چاپېريال ساتنې پر بنسټ هراړخيز پرمختګ ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

په ياده ليکنه کې دې ته اشاره شوې، د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت به د روان کال تر پايه پورې له ۱۰۰ زرو ميليارډو يوانو زيات وي چې دغه شمېر به کابو له ۱۴ زرو ميليارډو امريکايي ډالرو سره برابر وي. په عين وخت کې به په چین کې د هراړخيزې شتمنې ټولنې د جوړولو او د بېوزلۍ د له منځه وړلو موخه به عملي شي. د چين د کمونېست ګوند په عين وخت کې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ پر ۱۴م پنځه کلن پلان څېړنې وکړې، د دغه هېواد د راتلونکي پرمختګ لپاره يې لارښوونې وړاندې کړې هغه چې مهمې او ستر اهميت لري.

په یاده ليکنه کې راغلي، د چين د کمونېست ګوند په دغه غونډه کې خپره شوې اعلاميه کې د راتلونکي پرمختګ لوری ټاکل شوی چې بايد د خپل هېواد په دننه کې د دوران پر بنسټ پر کورني او بهرني دوو دورانونو ټينګار وشي او پر کورني اقتصاد د بهرنيو ناثابتو عواملو منفي اغېزه کمه شي. د دوو دورانونو اقتصادي بڼې تر وړاندې کېدو وروسته، د چين پر پرانيستوالي د لوېديځو هېوادونو شکونه زيات شوي، نو د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې په پنځمه عمومي غونډه کې پر دې ټينګار شوی چې چين به د ګډو ګټو پر بنسټ پرانيستې تګلارې غوره کړي او د لا لوړې کچې خلاص اقتصاد ته به پرمختګ ورکړي. د چین اقتصادپوه وانګ تاو وويل، چين د کورني دوران د پياوړي کولو موخه د کورني مصرف د زياتېدو لپاره د تګلارو ملاتړ ټينګول دي. چين به د ښاري کېدو بهير د هڅولو لپاره کوښښونو ته دوام ورکړي او په بنسټيزو تاسيساتو کې به پانګونې لا زياتې کړي. اټکل کېږي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به چین کې د ښاري کېدو انډول 65.5 سلنې ته ورسېږي او له 80 مليونو زيات کسان به په ښارونو کې ميشت شي.

په ياده ليکنه کې ليکل شوي، چين د کورني دوران د ترسره کولو لپاره يو مهم ګام د علمي تکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې زياتول دي، تر څو چين په نږدې وخت کې خپله تخنيکي خپلواکي تر لاسه کړي چې د امريکا لخوا رامنځته شوي ګواښ سره مقابله وکولای شي. د منځنۍ مودې له لحاظه، له بهرنيو پرمختللو تکنالوژيو او تجهيزاتو پرته به د چين د اقتصادي پرمختګ سرعت 0.5 سلنه ورو شي، نو چین بايد له خپل تخنيکي نوښت څخه مالي ملاتړ زيات کړي.

په ياده تبصره کې زياته شوې چې د چين د پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان په وړانديز کې د چاپېريال ساتنې ته ډېره پاملرنه شوې ده او د شين پرمختګ يعنې د چاپېريال ساتنې پر بنسټ اقتصادي او ټولنيز پرمختګ هڅول کېږي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د نولسمې عمومي غونډې په راپور کې دې ته اشاره کړې ده چې چين به تر ۲۰۳۵ کال پورې د چاپېريال ساتلو او د ښکلي چين د جوړولو بنسټيزه موخه ترسره کړي. نوموړي همدارنګه څه موده مخکې د م م د اسامبلې په مباحثوي غونډه کې ژمنه کړې چې چين به د کاربن دوه اکسايد ګازو د ايستنې اندازې د کنټرول لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي. دغه تدبيرونه به د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې تر ډېره عملي شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای