CRI Online

د پاکستان ولسمشر: د چين پرمختګ سيمې او نړۍ ته مهم فرصتونه برابروي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-04 10:12:13

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر عارف علوي د نومبر په ۳مه نېټه په دغه هېواد کې د چين له نوي سفير نونګ لونګ سره د کتنې په وخت کې څرګنده کړه چې د چين پرمختګ سيمې او نړۍ ته مهم فرصتونه برابروي. پاکستان به په ټينګه سره د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ او له چين سره د اقتصادي دهليز ابادي پرمخ بوزي او په ګډه به دواړو هېوادونو او د سيمې خلکو ته ګټې ورسوي. 

ولسمشر علوي وويل چې پاکستان او چين دايمي او د باور وړ ملګري دي. دواړه هېوادونو د ګډ پرمختګ، د نړۍ او سيمې د سولې او ثبات د ساتلو په برخه کې زياتې ګډې ګټې لري. پاکستان د چين لخوا د پام وړ په مهمو مسئلو کې تل د دغه هېواد تر څنګ ولاړ دی. 

د چين نوي سفير په همدې ورځ د پاکستان ولسمشر علوي ته خپله د باور نامه وړاندې کړه.

( سپوږمۍ)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای