د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې په رسمي ډول د نومبر په درېيمه نېټه د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان او د ۲۰۳۵م کال د پلانونو په اړه وړانديزونه خپاره کړي چې پکې يې د لومړي ځل لپاره د ټولشموله شتمن کېدو په پوره کولو ټينګار کړی او د عايداتو د وېشلو په برخه کې يې يو لړ مقررات جوړ کړي دي.
د يادو وړانديزونو سره سم، تر ۲۰۳۵م کال پورې د هر چيني تبعه پر سر د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت به د منځنۍ کچې پرمختللي هېواد سويې ته لوړ شي. د منځنيو عايداتو لرونکو کسانو شمېر به په څرګند ډول زيات شي، بنسټيز عام خدامات به ټولو وګړو ته برابر شي، د ښارونو، ښارګوټو او کليوالو د اوسېدونکو د ژوند سويې تر منځ توپيرونه به په ښکاره توګه کم شي، د خلکو ژوند به لا ښه شي، د انساني هراړخيز پرمختګ او د ټولو وګړو د شتمن کېدو په ساحه کې به لا زيات برياليتوبونه رامنځته شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |