CRI Online

په ټوله نړۍ کې پر کوويد ۱۹ د اخته شوو کسانو شمېر ۴۶۸۴۰۷۸۳ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-11-04 14:36:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۳مه نېټه د يو لړ شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې په ټوله نړۍ کې پر کوويد ۱۹ د اخته شوو کسانو شمېر ۴۶۸۴۰۷۸۳ ته رسېدلی دی. د مالوماتو له مخې چې د منځنۍ اروپا پر وخت د ۳مې نېټې د ۱۵ بجو تر ۱۷ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کوويد ۱۹ د اخته شوو کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۴۲۸۶۶۸ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۶۸۴۰۷۸۳ ته رسېدلی او پر همدې ورځ د مړو شويو کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۳۱۱ زيات و او د ټولو مړو شويو کسانو شمېر بيا ۱۲۰۴۰۲۸ ته رسېدلی دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای