د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د نومبر په ۳ مه نېټه هغه سند خپور کړ چې نوم يې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ۱۴م پنځه کلن پلان او تر ۲۰۳۵ کال پورې د پرمختګ موخې د ټاکلو وړانديزونه دي. په دغو وړانديزونو کې ټينګار شوی چې نوښتي چارې بايد د چين د عصري کېدو د ابادۍ په حالت کې مرکزي رول ولري، د علومو او تکنالوژۍ چارو قوي پرمختګ دې د دولتي پرمختګ پر ستراتيژۍ بدل شي. په نړۍ کې د تکنالوژۍ د لوړو پوړيو لپاره ، د اقتصادي د پرمختګ لپاره، د دولتي سترو اړتياوو د پوره کولو لپاره او د خلکو د ژوند او روغتيا د ساتلو لپاره دې د تکنالوژۍ د پرمخګ پياوړی شي، د هېواد نوښتي سيستم دې بشپړ شي، د هېواد علمي او تخنيکي ځواکونه دې پياوړي شي.(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |