CRI Online

د چين ضد مبارزې لپاره په اسيايي هېوادونو کې د پمپیو هڅې ناکامې شوې

cri     (GMT+08:00) 2020-11-04 15:30:01
د چين ضد مبارزې لپاره په اسيايي هېوادونو کې د پمپیو هڅې ناکامې شوې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو څو ورځې مخکې له سريلانکا څخه د ليدنې په وخت کې د دې هېواد له ولسمشر راجپکسا څخه د ام سي سي تړون (Millenium Challenge Corporation) د لاسليک غوښتنه وکړه. خو د راجپکسا لخوا دغه غوښتنه رد شوې. پمپيو په دې وسيله غوښتل چې د ځينو ګټو په وسيله سريلانکا وهڅوي چې د چين پر ضد مبارزه تود کړي، خو د ده ټولې هڅې ناکامې شوې دي.

نه يوازې سريلانکا، پمپيو دغه ځل له څلورو نورو اسيايي هېوادونو څخه هم ليدنې وکړې او مهمه موخه يې د دغو هېوادونو هڅول وو چې د چين پر وړاندې ودرېږي. خو د سريلانکا په شمول ځينو هېوادونو د ده غوښتنه رد کړې او د ده بد نيت ناکامه شوی دی.

د امريکا د ډيپلوماتيک عادت له مخې، معمولاً لوړپوړي چارواکي د ټولټاکنو په درشل کې له بهرنيو هېوادونو څخه ليدنې ځنډوي. خو پمپيو د دغه دوديز عادت په ماتولو سره په لنډ وخت کې پنځو اسيايي هېوادونو ته سفرونه کړي، مقصد يې د خپلې سياسي موخې لپاره له چين سره د دغو هېوادونو د اړيکو خرابول وو.

خو د پمپيو دغه سفر له لومړي سره بريالی نه و. د ده لومړی تمځای هند و، پمپيو او د امريکا د دفاع وزير مارک توماس ايسپر په نوي ډيلي کې له خپلو سيالانو سوجايشنکر او رنجيت سينګ سره د وزيرانو په کچه 2+2 ملاقات وکړ او وغوښتل يې چې د امريکا او هند ترمنځ دوستانه اړيکې څرګندې کړي. خو په دې بهير کې دوه پېښې رامنځته شوې او د دوی له ځان ښودنې سره مخالفت شوی.

یوه پېښه دا وه چې د امريکا خبر او نړيوال راپور ورکړ چې د وزيرانو په کچه ياد ملاقات کې د امريکا يوه مهمه موخه پر هند باندې د"MQ-9" ډرونونو پلورل دي، خو د هند لخوا رد شوي دي. د څېړونکي په اند، پمپيو غواړي د وسلو د سپارښتنې د بيل له لارې په ټولټاکنو کې د خپل لوري وړتياوې زياتې کړي، خو هند دا نه ده منلې.

بله پېښه دا وه چې هندي رسنيو خبر ورکړ، د وزيرانو په کچه ياد ملاقات کې د امريکا د يادښت له مخې، سينګ ويلې چې هند له شمالي لوري څخه تېري سره مخ دی او اشاره يې چين ته وه. خو هند پر دې ټينګار کړی چې سينګ هېڅکله د دغسې خبره نه ده کړې او امريکا ته يې په دې اړه احتجاج وړاندې کړی دی. درې ورځې وروسته، امريکا د ترجمې تېروتنې په پلمه د سينګ خبره اصلاح کړه چې هند له ننګونو سره مخ دی.

مالومه نه ده چې ايا دا د ترجمې تېروتنه وه او يا امريکا غوښتل هند وکاروي، د هند له ځوابونو څخه ښکاري چې د امريکا او هند ترمنځ اختلافات ډېر دي. هند يو خپلواک هېواد دی او نه غواړي د امريکا لخوا وکارول شي.

په مالديو، اندونيزيا او ويتنام کې، د پمپيو غوښتنې هم د دغو هېوادونو د مشرانو لخوا رد شوې. د اندونيزيا د جکارتا پوسټ د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، له واشنګتن څخه راغلي دغه مېلمه غوښتل ناممکنه موخه تر سره کړي، خو چين د اندونيزيا تر ټولو مهم همکار دی. په دې مقاله کې ليکل شوي چې د پمپيو دغه سفر هېڅ ارزښت نه درلود. برسيره پر دې، د ويتنام خبري اژانس د خبر له مخې، ويتنام ته د پمپیو دغه سفر له چين سره هېڅ تړا نه دی ورکړی شوی. ویل کېږي چې پمپيو غوښتل دغه اسيايي هېوادونه د هندي او ارام سمندر په ستراتېژۍ کې شامل کړي او امريکا د خپلې سياسي موخې ترسره کولو لپاره ترې استفاده وکړي، خو دا بد نيت يې ناکامه شوی. لامل يې څرګند دی. اوس په نړۍ کې د کوويد-۱۹ ضد سخته مبارزه روانه ده او د نړيوال اقتصاد احيا کمزوری ده. نږدې ټول هېوادونه غواړي د کوويد-۱۹ وبا ضد مبارزې، د اقتصادي ودې او هېواد پرمختګ په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، خو د امريکا د سياستوالو لخوا د خپلو غوښتنو تحميلول هېڅکله نه غواړي. بله خوا، پمپیو په دې وروستيو کلونو کې په ديپلوماتيکو چارو کې زورکارونه، بنديزونه او درواغ ډېر کارولي چې د نورو سخت مخالفت سره مخ شوي، نو هېڅ هېواد نه غواړي د خپلو ګټو د لاسه ور کولو سره له امريکا سره همکاري وکړي. امريکا بايد دغه واقعيت ښه وپېژني او ژر تر ژره بايد سم انتخاب وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای