CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې همکارانو سږکال په بېلابېلو برخو کې د څواړخيزې همکارۍ ميکانيزم جوړ کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-11-04 19:21:28

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وين بين د نومبر په ۴مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، که څه هم کوويدـ۱۹ وبا پر نړيوال تګ راتګ بده اغېزه کړې، خو بیا هم د يو کمربند او يوې لارې همکارانو سږکال په بېلابېلو برخو کې د څواړخيزې همکاريزۍ ميکانيزم جوړ کړی او څه باندې ۲۰ نړيوالې غونډې یې تر سره کړې دي.

وانګ وين بين وويل، باور لرو، چې د يو کمربند او يوې لارې څواړخيزې همکارۍ به په دوامدار ډول د يو کمربند او يوې لارې د جوړښت لپاره خدمت وکړي، د وبا پر ضد له بېلابېلو خواوو څخه به ملاتړ وکړي، د اقتصاد او ټولنې بيا رغونې ته به وده ورکړي او د م م د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د پلي کېدو لپاره به نور خدمتونه وکړي.

(فرشته) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای