د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستونکي مراسم د نومبر د ۴مې نېټې په شپه په شانګهای کې تر سره شول. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغو مراسمو ګډونوالو ته يوه مهمه ويډيويي وينا وکړه.
نوموړي په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې چين د کرونا وبا د وقايې او د هر کس د خونديتوب د ساتلو ترڅنګ پر وخت دغه نندارتون تر سره کوي. له دې څخه څرګندېږي، چې چين غواړي له ټولې نړۍ سره د فرصت په شريکولو سره د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره هڅې وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |