CRI Online

شي جين پينګ: چين د پرمختګ نوی شکل غوره کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-11-04 21:03:16

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د څلورمې نېټې په شپه د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې يوه ويډيويي وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چين د لوی کورني دوران په محور د کورني دوران او بهرني دوران د متقابلې پياوړتيا په بڼه د پرمختګ نوی شکل وړاندې کړی دی. دغه شکل يوازې سر تړلی کورنی دوران نه دی، بلکې له کورنيو او بهرنيو دورانونو څخه جوړ شوی پرانيستی شکل دی، چې نه يوازې د خپل پرمختګ له اړتياوو سره يې سمون لري، بلکې د نورو هېوادونو خلکو ته به هم ګټې ورسوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای