د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د نومبر په ۴مه نېټه د بلاروس له ولسمشر لوکاشينکو سره تليفوني خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ملګرتيا يې بحث وکړ.
د روسيې د ولسمشرۍ ويبپاڼې د يوې اعلاميې له مخې، لوکاشينکو پوټين ته د بلاروس د اوسنيو حالاتو په اړه معلومات وړاندې کړل. دواړو خواوو پر خپلمنځي ملګرتيا يو ځل بيا ټيڼګار کړی دی. دواړو ولسمشرانو د کرونا وبا ضد مبارزه کې د خپلمنځي همکارۍ لوړه ارزونه وکړه او موافقه يې کړې چې د روسيې لخوا بلاورس ته د کرونا وبا ضد واکسينونو برابرول ډېر اهميت لري. د دې تر څنګ دوی د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ او د ناګورنو قره باغ حالاتو په شمول پر ځينو مسئلو هم بحث وکړ.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |