د م م د سرمنشي وياند د نومبر په ۴مه نېټه وويل، د م م د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون امضا کوونکو او څو نورو اړوندو هېوادونو څو ورځو مخکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي وو، چې د ځمکې کرې او انسان ساتنه او د اقليمي بدلون مخنيوی ډېره مهمه او لازمه دنده ده، م م به د پاريس تړون څخه کلک ملاتړ ته دوام ورکړي.
وياند دوجاريک وويل، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس به د سمبر په ۱۲مه نېټه د پاريس تړون د لاسليکولو د ۵ کليزې د يادونې په ورځ د اقليمي بدلون د سرمشريزې غونډې مشري وکړي. د يو اغېزمن او مثبت پاريس تړون د ساتنې لپاره د م م ټينګ هوډ نه دی بدل شوی.
امريکا د سږ کال د نومبر په ۴مه نېټه په رسمي ډول د پاريس له تړون څخه ووتله او له دې تړون څخه وتلی يوازينی هېواد ګڼل کېږي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |