CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند : چين له هر ډول ترهګرۍ او زورزياتي سره ټينګ او کلک مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-05 12:10:53

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۴مه نېټه په نوبتي خبري ناسته کې په ويانا کې د ترهګريز بريد په اړه وويل، دغه پېښه ډېر حيرانتيا وړ ده، زورزياتي او ترهګري د ټولو انسانو دښمن دی، چين تل له هر ډول ترهګرۍ او زورزياتي سره ټينګ او کلک مخالفت کوي.

هغه وويل، موږ د وژل شويو کسانو په اړه ژور خواشيني څرګندوو او د دوی خپلوانو او ټپيان شويو ته همدردۍ او خواخوږي وايو. موږ په دې خبر يو چې په وژل يا ټپيان شويو کې چيني اتباع هم لري، په اطريش کې د چين لوی سفارت له ځايي ادارو سره نژدې تماسونه کړي دي او چمتو دی چې چيني اتباعو ته د اړتياوړ مرسته برابروي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای