د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۴مه نېټه په يوه نوبتي غونډه کې وويل، موږ د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز په باب د پاکستان مثبتې خبرې ستايو.
نوموړي وويل، د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي دهليز د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په بهير کې مهمه بېلګه او نښه ده. د دې دهليز له ابادۍ وروسته په ۷ کلونو کې، ډېرې عام المنفعه پروژې بشپړې شوې يا د جوړېدو په حال کې دي او په رڼا کې يې پاکستان ته د ۲۵ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت مستقيمې پانګونې برابر شوې. د دې دهليز ابادي نه يوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي او ټولنيز پرمختګ هڅولی، بلکې د سيمه ييز حمل و نقل او ګډې سمسورتيا لپاره به هم ګټور وي. د ګوادار بندر يې ښه بېلګه ده چې د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې له دې بندر څخه افغانستان ته د غنمو، بدرې او کيمياوي سرو په ګډون کابو ۲۰ زره ټنه توکي ليږل شوي او له امله يې په افغانستان کې کابو زر کاري فرصتونه زيات شوي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |