د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۴مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د يو کمربند او يوې لارې پر غاړو د پرتو هېوادونو د حسابي مقرراتو د همکارۍ فورم د روانې مياشتې په ۳مه نېټه تر سره شو چې پکې د دغو هېوادونو تر منځ د همکاريزو چارو په باب بحثونه شوي دي.
نوموړي وويل، ګډې سلا مشورې، ګډې ابادۍ، له بل سره د مالوماتو شريکول او د څو اړخيزم ملاتړ د يو کمربند او يوې لارې د ټولشموله ابادۍ اصول دي. اړوندې خواوې څه موده مخکې په څو ساحو کې د همکارۍ څو اړخيز ميکانيزم هم جوړ کړی دی. که څه هم د کوويد-۱۹ وبا خپرېدو پر نړيوال تګ راتګ ناوړه اغېزه کړې، خو سږ د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو له ويډيو لارې څه باندې ۲۰ نړيوالې غونډې تر سره کړې دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |