CRI Online

د چین درېيم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2020-11-05 15:05:29

د چین درېيم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستل شو

د چين د درېيمې دورې نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر د ۴مې نېټې په شپه شانګهای کې په ټاکلي وخت کې پرانيستل شو او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ياد نندراتون د پرانيستونکو مراسمو ګډونوالو ته ويډيويي وينا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، د کوويد-۱۹ ويروس له امله په نړيوال اقتصاد کې ناارام او ناثابت عوامل زيات شوي، خو د چين د ورخلاصون ګامونه لا هم چټک دي او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا تمايل هم نه دی بدل شوی.

په داسې حال کې چې کوويد-۱۹ويروس بېلا بېلو هېوادونو او نړيوال اقتصاد ته سخت زيانونه رسولي، د چین د درېيمې دورې نړيوال وارداتي نندارتون په ټاکلي وخت شانګهای کې پرانيستل شو. شي جين پينګ وويل، چين دغه ويروس ښه کنټرول کړی، نو ځکه چې دغه نندارتون پرانيسته او له دې څخه ښکاري چې چين غواړي له نړۍ سره بازاري فرصتونه شريک کړي او د نړيوال اقتصاد احيا وهڅوي. هغه وويل

((که څه هم کوويد-۱۹ پر نړيوال اقتصاد منفي اغېزه کړې، خو بيا هم چين سږ کال د ورخلاصون ګامونه چټک کړي دي. تېر کال ما په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ورپرانيستې د پياوړتيا يو لړ تدبيرونه اعلان کړل او اوس دغه تدبيرونه پوره تطبيق شوي دي. چين د وارداتو زياتېدو ته هم دوام ورکړی دی. د های نان ولایت د ازاد سوداګريز بندر د جوړولو لايحه پلې شوې، د پوهنې مالکيت حق ساتنې او د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته پرمختګ په شمول يو لړ تدبيرونو يې فعال پرمختګ موندلی دی.))

له ۲۰۱۸ کال راهيسې د چين نړيوال وارداتي نندارتون د نړيوالو معلوملو، پانګونې، کلتوري تبادلې، او د همکارۍ پياوړتيا لپاره يو ښه ډګر ګرځېدلې دی. د سږني نندارتون پراخوالی د تېر کال په نسبت نږدې ۳۰ زره متره مربع زيات دی. شي جين پينګ وويل، د کوويد-۱۹ د منفي اغېزې له امله په نړيوال اقتصاد کې ناثابت او ناارام عوامل زيات شوي، خو تاريخي تجربې دا ښيي چې انسان که هرڅومره له ستونزو او ګواښونو سره مخ شوی، هرومرو يې د ستونزو او ګواښونو په ليرې کولو سره پرمختګ موندلی دی. د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا تمايل نه دی بدل شوی. نړيواله ټولنه بايد د اوسنيو ستونزو د حل لپاره نه ستړی کېدونکي کوښښونه وکړي. هغه وويل

((نړيواله ټولنه بايد د ګډو ګټو پر بنسټ ورپرانيستنه پياوړې کړي، بېلا بېل هېوادونه بايد یو پر بل باور ولري، همکاری او مشورې دې وکړي. لوی هېوادونه بايد په دې برخه کې نمونوي رول ولوبوي، له يواړخيزم او د ځاني سوداګرۍ ساتنې له غوښتنې سره دې مخالفت وکړي او نړيوال پرانيستی اقتصاد دې اباد کړي.))

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، د چين کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې په پنځمه عمومي غونډه کې د چين د ۱۴م پنځه کلن د پرمختګ هراړخيز پلان وټاکل شو. چين ۱.۴ ميليارډه نفوس لري چې له ۴۰۰ ميليونو د زياتو کسانو عايدات يې منځنۍ سويې ته رسېږي، نو له دې ښکاري چې چين په نړۍ کې تر ټولو لوی پټ ځواک لرونکی بازار لري. اټکل کېږي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د چين د وارداتو ارزښت له ۲۲ زره ميليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات شي. اوس د چین توليدات د نړۍ د غرضې ځنځير يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده او د نړيوال اقتصاد لپاره يې مهم خدمتونه ترسره کړي دي. شي جين پينګ وويل

((چین به په ټينګه او بشپړه توګه ورخلاصون او ورپرانيستنه پياوړې کړي، او خپل بازار به د نړۍ بازار سره ونښاوي او ګډ بازار به جوړ کړي او نړيوالې ټولنې ته به لا زيات حياتي ځواک برابر کړي.))

شي جين پينګ په خپله وينا کې د چين د ورخلاصون د پوره پياوړتيا لپاره يو لړ اغېزمن تدبيرونه هم اعلان کړل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای