CRI Online

د چين مرستيال خارجه وزير : بايد د چين او امريکا تر منځ د اړيکو د پرمختګ سمه لاره وساتل شي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-05 15:49:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين مرستيال خارجه وزير له يوو چنګ د نومبر په ۵مه نېټه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۰مه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ګډون په باب ځانګړې مطبوعاتي غونډه کې پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې د امريکا د ولسمشرۍ د ټولټاکنو او د دواړو هېوادونو تر منځ په اړيکو د دې ټولټاکنو د اغېزې په اړه خپل نظر بيان کړ.

له يوو چنګ وويل، اوس د امريکا د ولسمشرۍ ټولټاکنو د رايو شمېرلو کار روان دی، نتيجه يې مالومه نه ده، هيله لرو چې د دغو ټولټاکنو بهير په سالم ډول تر سره شي. چين د دغه هېواد او امريکا تر منځ د اړيکو په باب څرګند دريځ لري : د دواړو خواوو تر منځ نه يوازې توپيرونه او تضادونه، بلکې پراخې ګډې ګټې او همکاريز فرصتونه لري. د دواړو خواوو تر منځ اړيکو سالم او ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له اصلي ګټو سره سمون لري، بلکې د نړيوالې ټولنې ګډه هيله ده. هيله لرو چې د امريکا نوی حکومت د نه تقابل، يو د بل د درناوي، همکارۍ او ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي توپيرونه کنټرول کړي او همکارۍ ته پاملرنه وکړي، څو د دواړو خواوو تر منځ اړيکې له سمې لارې وده او پرمختګ وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای