CRI Online

د کوويډ-۱۹ ويروس ضد چيني واکسين د متحده عربي اماراتو او بحرين په مشول ځينو هېوادونو کې کارول شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-11-05 16:14:27

د قطر الجزيرې تلويزيون د نومبر په درېيمه نېټه د متحده عربي اماراتو مرستيال او صدراعظم او د دوبۍ امير محمد بن رشيد المکتوم په همدې ورځ په ټولنيزه شبکه کې يو عکس خپور کړ چې په دغه عکس کې نوموړی د کوويډ-۱۹ ويروس ضد د (( سينوپهارم )) په نوم د کرونا وبا ضد د چيني شرکت واکسين د اخيستنې په حال کې دی.

په دغه خبر کې راغلي چې ياد چيني واکسين د کلينکي څېړنې په درېيم او وروستي پړاو کې دی. نوموړې خبري رسنۍ د متحده عربي اماراتو د حکومت د معلوماتو له مخې دې ته اشاره کړې چې دغه واکسين امن او اغېزمن دی. له المکتوم مخکې د دغه هېواد د بهرنيو چارو، روغتيا او د کابينې د چارو وزيرانو په شمول د متحده عربي اماراتو لس نور چارواکو او طبي کارکوونکو ته دغه واکسين تزريق شوی.

د ريوترس اژانس د نومبر په درېيمه نېټه د بحرين د خبري اژانس د معلوماتو له مخې خبر ورکړ چې تر اوسه پورې په بحرين کې شاو خوا ۷۷۷۰ تنو په خپله خوښه د دغه واکسين په کلينکي څېړنه کې ګدون کړی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای