د چين د سوداګرۍ وزارت د نومبر په ۵مه نېټه د ۲۰۲۰ کال په چين کې د بهرنۍ پانګونې احصايې رپوټ خپور کړ چې له مخې يې ښايي چين د ۱۳م پنځه کلن پلان په موده کې يعنې له ۲۰۱۶ کال نه تر ۲۰۲۰ کال پورې د ۶۹۰مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت بهرنۍ پانګې راجلب کړې وي او هر کال يې د راجلب شوې بهرنۍ پانګونې اندازه ممکن د ۱۲م پنځه کلن پلان پرتله ۱۰ مليارډه امريکايي ډالره زيات شوی وي.
د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ پانګې د راجلبولو ادارې مشر ځونګ چانګ چينګ څرګنده کړه، له ۲۰۱۶ کال نه تر ۲۰۱۹ کال پورې د چين لخوا د راجلب شوې بهرنۍ پانګې عمومي اندازه ۵۴۹.۶ مليارډه امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې هر کال ۱٪ زيات شوی دی. دغه راز چين له ۲۰۱۷ کال نه تر ۲۰۱۹ کال پورې د مسلسلو ۳ کلونو لپاره په نړۍ کې د بهرنۍ پانګې دوهم لوی راجلبونکی هېواد و.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |