CRI Online

چين له ۱۳۸ هېوادونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه همکاريز تړونونه لاسليک کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-06 09:31:40

د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه چې چين له ۱۳۸ هېوادونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه همکاريز تړونونه لاسليک کړي، په ګډه يې څه دباندې ۲۰۰۰ پروژې پلې کړې او زر ګونو کسانو ته يې استخدامي فرصتونه برابر کړي. 

وانګ ون بين په دې اړه وويل چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د وړاندې کولو له ۷ کلونو راهيسې د هرکلي وړ نړيوال عمومي توليدات او تر ټولو لوی همکاريز ډګر ګرځېدلی دی. د کرونا وبا د چټک خپرېدو په موده کې د يو کمربند او يوې لارې زيات شمېر پروژو ځايي اقتصادي او تولنيز پرمختګ د اعاده کولو لپاره خپل خدمتونه کړي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای