د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د نومبر په ۵مه نېټه د ناګورنو قره باع شخړې له اړوندو خواوو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره اوربند وکړي او خبرې اترې بيا پيل کړي.
نوموړې په همدې ورځ د ياد وزارت په يوه نوبتي غونډه کې وويل، د ناګورو قره باع سيمې حالات لا هم سخت او خړپړ دي، شخړې روانې دي، ملکي تاًسيسات هم د بريدونو موخې ګرځي. روسيه د شخړو له اړوندو خواوو غوښتنه کوي چې تر وسې پورې سړه سينه وساتي، پر عامو وګړو له بريد څخه لاس واخلي، بهرني لاسوهنې له منځه يوسي او د اوربند او خبرو اترو د بيا پيل لپاره غوره اقدامات ونيسي.
هغې وويل، روسيه په دې اندېښمنه ده چې ښايي ترانس کاوکاسوس (Trans-Caucasus) د ترهګرو نوې اډه شي. يو لړ نړيوال ترهګران له منځني ختيځ څخه د ناګورنو قره باغ سيمې ته ستانه شوي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |