د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون د پيل په مراسمو کې د ورخلاصون په باب د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ د وينا په اړه وويل، چين د کوويد-۱۹ وبا د کنټرول او مخنيوي په حال کې پر وخت ياد نندارتون تر سره کړی او له دې څخه څرګندېږي چې چين له نړيوالې ټولنې سره د بازاري فرصتونو د شريکولو او د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا د پرمخبيولو صادقانه هيله لري.
نوموړي وويل، شي جين پينګ په دې وينا کې دې ته اشاره کړې چې چين به په ټينګه ورخلاصون پراخ کړي، د کورنيو او بهرنيو بازارونو تر منځ د تګ راتګ بهير چټک کړي، د مهمو سرچينو د شريکولو هڅې به وکړي، څو د چين بازار د ټولې نړۍ په شريک بازار بدل شي. چين نه يوازې دا دريځ لري، بلکې د دې لپاره يې واقعي اقدامات کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |