CRI Online

شي جين پينګ د تانرانيا منتخب ولسمشر جون پامبي ماګوفولي ته د مبارکۍ پيغام استولی

cri     (GMT+08:00) 2020-11-06 14:47:51

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵مه نېټه د تانزانيا منتخب ولسمشر جون پامبي ماګوفولي ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په دې پيغام کې دې ته اشاره وکړه چې چين او تانزانيا په ټوله هوا کې دوستان، همکاران او وروڼه دي. زموږ تر منځ اړيکو او په ډول ډول برخو کې تګ راتګ په سالم ډول وده او پرمختګ کړی، د کوويد-۱۹ د مخنيوي په بهير کې مو هم يو له بل ملاتړ کړی دی. زه زموږ تر منځ اړيکو ته ډېر اهميت ورکوم او هيله لرم چې له تاسو سره په ګډه زموږ تر منځ د همکارۍ د هر اړخيزو همکاريزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره ګوښښ وکړم. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای