CRI Online

د چين لخوا له استراليا څخه د وارداتي توليداتو د کیفيت نظارت، ازموينې او قرنطين له نړيوالو مقرراتو سره سمون لري

cri     (GMT+08:00) 2020-11-06 14:49:42

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په دې وروستيو کې له استراليا څخه چين ته د وارداتي توليداتو په اړه وويل، د چين اړوندې ادارې د قانون سره سم د وارداتي توليداتو د کيفيت نظارت، ازموينې او قرنطين کوي او بيا يې اړوند توليدات بند کړي، دا له چيني او نړيوالو مقرراتو سره سمون لري، د چيني مشتريانو امنيت او قانوني ګټې يې ساتلې دي او د چين او استراليا تر منځ د ازاد تجارت له مقرراتو سره سمون لري.

نوموړي وویل، د چين او استراليا تر منځ سالمې او ثابتې اړيکې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون لري، يو د بل درناوی د هېوادونو تر منځ د همکاريو بنسټ او تضمين دی، موږ هيله لرو چې استراليا د دواړو خواوو تر منځ د متقابل اعتماد، همکاريو او د همکارۍ هر اړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د هڅولو لپاره لا زيات کوښښونه وکړي، څو د دواړو خواوو تر منځ اړيکې ژر تر ژره عادي شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای