د چين د اسلامي ټولنې مرستيال عبدلسيکر هوتهيمدورا د شينجيانګ له اسلامي ښوونيز مرکز څخه فارغ شوی او ۱۸ کاله يې د اورموچي ښار د تيان شان ناحيې په (( بای دا)) جومات کې د امام دنده تر سره کړې.
د مذهبي عقايدو درناوی او ساتنه د چين حکومت يوه دايمي او اصلي تګلاره ده. عبدلسيکر هوتهيمدورا په يوه مسلمانه کورنۍ کې زيږېدلی او پخپله هم مسلمان دی. هغه وويل، چې مذهبي عقايد شخصي او ازاد انتخاب دی او بېلا بېل وګړي پخپله پريکړه کولی چې ايا مذهبي عقايد لري او که نه او په کوم ايمان لري. زما د معلوماتو او تجربو له مخې، هيڅوک د خپلو مذهبي عقايدو له امله له نا برابر سلوک او تبعيض سره نه دی مخ شوی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |