ايسبيتون صيمهدي د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د قزاقي کورواکې توققوزتارا ولسوالۍ د جيرغالال کلي د اوشاغاندي جومات امام دی.
لوېديځو رسنيو خبر ورکړی چې د چين حکومت غواړي په خپل هېواد کې اسلامي دين له منځه يوسي، يو شمېر هغه ديني شخصيتونه چې د حکومت د خوښې وړ نه دي، زنداني کړي، امام ايسبيتون صيمهدي په دې اړه وويل، داسې ادعاوې بيخي ناسمې دي او پر چين بې اساسه تور دی. د چين حکومت د اسلامي دين د سالم پرمختګ لپاره ګڼ شمېر کارونه کړي دي، زه د يو امام په حيث د نورو په پرتله د نظر څرګندولو ډېر حق لرم. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |