CRI Online

د شانګهای اقتصادي عمومي اندازې د ټولې نړۍ په ښارونو کې شپږم مقام ونيوه

cri     (GMT+08:00) 2020-11-07 11:19:16

د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون اوس په شانګهای ښار کې روان دی او دغه ښار هم د ټولې نړۍ پاملرنه ځان نه ګرځولې ده. د ۲۰۲۰ کال د شانګهای ښار د سپارښتنې غونډه د نومبر په شپږمه نېټه په دغه ښار کې جوړه شوې چې په کې هغه معلومات خپاره شوي چې د شانګهای ښار د اقتصاد عمومي اندازه د ټولې نړۍ په ښارونو کې شپږم مقام نيولی دی او اسيا او ارام سمندر سيمو ته د نړيوالو شرکتونو د ننوتلو عمده دروازه ګرځيدلی دی.

د چين د دولتي شورا د انکشاف د څيړنې مرکز په ياده غونډه کې د شانګهای ښار د سپارښتنې په راپور کې ښودلي چې په ۲۰۱۹ کال کې د شانګهای ښار د توليد عمومي ارزښت ۳۸ تريليون يوانو ته رسيدلی چې د اسيا په ښارونو کې دويم مقام او د ټولې نړۍ په ښارونو کې شپږ مقام نيولی چې دا حالت پر نړيوال اقتصاد سترې اغيزې اچوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای