د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۶مه نېټه په ترکيه کې د رامنځته شوې زلزلې په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر رجب طيب اردوغان ته د خواخوږۍ پيغام وليږه.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي چې ستاسو په هېواد کې د سختې زلزلې له امله زياته مرګژوبله رامنځته شوې ده. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب او په خپل نامه په زلزله کې په مړه شويو کسانو خپګان څرګندوم او د مړه شويو کسانو کورنيو او ټپيانو ته د همدردۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم. هيله من يم چې د ترکيې خلک ژر پر مصيبت برلاسي شي او خپل کورونه بيا اباد او جوړکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |