CRI Online

محمديمين محمدی: د تش په نامه په شينجيانګ کې پر مذهبي شخصيتونو ظلم کول بيخي درواغ دي، حقيقت نه لري او تش تورونه دي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-07 15:31:53

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د اويغوري قوم اوسيدونکي محمديمين محمدی په ۲۰۱۸ کال کې د شينجيانګ له اسلامي دارالعلوم څخه فارع شوی او اوس د شينجيانګ د قاراقاش ولسوالۍ په يو جومات کې د امام په توګه دنده پر غاړه لري. په دې هکله چې د امريکا په شمول په ځينو لويديځو خبري رسنيو کې هغه جعلي خبرونه شته چې په شينجيانګ کې زيات شمېر مذهبي شخصيتونه د حکومت لخوا له زور زياتې سره مخ شوي، نوموړي وويل متأسفانه چې دغه ډول خبرې ټول درواغ دي، حقيقت نه لري او تش تورونه دي.

محمديمين محمدي د يو ځوان مذهبي کارکوونکي په توګه په شينجيانګ کې په مذهبي ساحه کې د هوساينۍ شاهېد دی چې د بېلا بېلو قومونو اوسيدونکي په ازاده توګه خپل ديني او مذهبي مراسم تر سره کوي او هره ورځ او په هر وخت کې په عادي توګه خپل مذهبي فعاليتونه تر سره کړي او کوي يې. په شينجيانګ کې ټول مذهبي کارکوونکي د ټولنيزې ډاډمنتيا او تضمين اسانتياوو په سيستم کې شامل دي چې ډول ډول چوپړتياوې او بيمې لري. اوسمهال په شينجيانګ کې ټولې ميشت ټولنې ارامې او خوندي دي او خلک ښه ژوند او روزګار لري.

هغه وويل د لويديځو خبري رسنيو ناسم او بې بنسټه خبرونه بيخي تور ته سپين او سپين ته تور وايي چې اصلي هدف د مذهبي ټولنې او حکومت، د مسلمانانو او غير مسلمانانو تر منځ د اړيکو خرابول دي. موږ په دې ښه پوهيږو او نه غواړو پخواني وخت ته بير ته لاړ شو هغه چې ترهګريزې، د ډار، وحشت پيښې هره لحظه رامنځته کېدلو ويره وه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای