CRI Online

موسی ياسين: په شينجيانګ کې د ديني ګروهې ازادۍ له اړه هېڅ محدوديت نه شته او د خلکو قانوني ديني ګروهه تر ساتنې او حمايت لاندې ده

cri     (GMT+08:00) 2020-11-07 17:16:44

د اويغوري قوم اوسيدونکي موسی ياسين د شينجيانګ د اقسو ښار د ژست په جومات کې د امام دنده پر غاړه لري. هغه وويل چې په شينجيانګ کې د ديني ګروهې ازادۍ په اړه د محدوديت هېڅ مسئله شتون نه لري. هغه وويل چې اوس هره ورځ شاو خوا سل تنه مسلمانان په دغه جومات کې پنځه وخته لمونځ کوي او څه دپاسه دري سوه مسلمانان د جمعې لمانځه لپاره راځي، د مسلمانانو په اخترونو کې لا زيات مسلمانان په جومات کې د اخترونو لمونځونه او مذهبي فعاليتونه تر سره کوي. دوی ټول دغه جومات ته په نژدی ځايونو کې ژوند کوي. په روان کال کې د کوويد-۱۹ وبا په وخت کې دغه جومات د وبا د وقايې او کنټرول د غوښتنو له مخې د اوسيدونکو د روغتيا ساتلو پر بنسټ د دوی مذهبي فعاليتونه په ښه توګه تأمين کړي دي. هغه وويل چې په شينجيانګ کې د ديني ګروهې د ازادۍ محدوديت په هکله خبرې دروغ او تشې اوازې دي او هيڅ حقيقت نه لري، موږ بايد پر دې ډول ګونګسو باور ونه کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای