CRI Online

وانګ يي په چين کې د اسیان لسو غړو هېوادونو له استازيو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-11-09 10:35:19

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د نومبر په ۸مه نېته په بېجينګ کې د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې( يعنې اسيان) د ۱۰ غړو هېوادونو له استازيو سره وکتل.

وانګ يي وويل چې چين او اسيان بايد د سيمه ييز ثبات او سمسورتيا لپاره يو پر بل باور پياوړی کړي، خپلمنځي يووالی بايد وساتي او لا زياتې مثبتې انرژۍ بايد پيدا کړي. چين هيله لري، د اسيان له غړو هېوادونو سره د کرونا وبا ضد ګډه مبارزه وکړي. دواړه خواوې بايد پر څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ ټينګار وکړي، د بېلګې په توګه په سيمه کې د هراړخيزې اقتصادي همکارۍ اړيکو تړون دې پر وخت لاسليک شي او د جنوبي سمندر سوله او ثبات دې په ګډه وساتي. 

د يادو لسو هېوادونو استازيو په مختلفو ساحو کې د اسيان او چين ترمنځ د اړيکو د پرمختګ مثبته ارزونه وکړه او هيله يې وښوده چې له چين سره خپلې پرمختيايي ستراتيژۍ ونښلوي، د جنوبي سمندر د عملي قواعدو په اړه سلامشورې ور سره پرمخ بوزي او د سيمې سوله او ثبات ورسره په ګډه وساتي. 

( سپوږمۍ)   

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای