د روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۷مه نېټه څرګنده کړه چې د ډنمارک، امريکا، ايټاليا، هالنډ، هسپانيا او سويډن په شمول د ۶ هېوادونو د سمور (Marten)د ساتلو په فارمونو کې د کوويد ۱۹ ويروس پيدا شوی دی.
د ډنمارک حکومت د نومبر په ۴مه نېټه اعلان وکړ، د دغه هېواد لخوا د ساتل شويو سمورانو په بدن کې د کوويد ۱۹ بدل شوی نوی ويروس پيدا شوی چې ۱۲ انسانان پرې اخته شوي دي. ډنمارک به په خپل هېواد کې د خلکو لخوا ټول ساتل شوي سمور ووژني. د روغتيا نړيوال سازمان بيا په ۶مه نېټه اعلان وکړ چې ټوله نړۍ بايد د سمورانو د ساتلو پر فارمونو جدي څارنه وکړي.
( سپوږمۍ)