CRI Online

په بهر کې چيني اوسېدونکي: د تايوان تنګي د دواړو غاړو مشرانو ترمنځ تاريخي کتنه لا تر اوسه ژوره اغېزه لري.

cri     (GMT+08:00) 2020-11-09 16:37:26

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د تايوان تنګي د دواړو غاړو مشرانو ترمنځ د تاريخي کتنې د ۵مې کليزې يادغونډه د نومبر په ۶مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د تايوان چارو دفتر او د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر مشر ليو جيه يي او د تايوان تنګي د دواړو غاړو اړيکو ټولنې مشر جانګ جه جون په دغه غونډه کې ګډون درلود او ويناوې يې وکړې. د هېواد په بهر کې چيني اوسېدونکي په دې نظر دي، د تايوان تنګي د دواړو غاړو مشرانو ترمنځ تاريخي کتنه چې ۵ کاله دمخه تر سره شوې، د تايوان تنګي د دواړو غاړو اړيکو د پرمختيايي بهير لپاره ستر اهميت او ژوره اغېزه لري، د دواړو غاړو خلکو لخوا د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره يې شوق او ذوق او ځواکونه راغونډ کړي او د خپلې مسئلې د حل په اړه د چينايانو ځيرکتيا څرګنده شوې ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای