CRI Online

په امريکا کې د ساينس او نژاد پرستۍ په چارو کې تيروتنې د کوويد-۱۹ وبا د سختېدو لامل شوی؟

cri     (GMT+08:00) 2020-11-09 16:40:23

د امريکا د هيل ورځپاڼې د خبر له مخې، په امريکا کې د کوويد-۱۹ پر ناروغۍ د اخته شوو، شمېريوځل بيا د زياتېدو په حال کې دی چې تر اوسه پورې د دغې ناروغۍ له امله ۲۲۸۰۰۰ تنه مړه شوي. د مسلکي طبي کارکوونکو او ساينسپوهانو د اټکل له مخې، که دغه هېواد د مخه د کوويد-۱۹ وبا د وقايې او کنټرول لپاره د ازموينې لا غوره طريقې او د خطرونو د مخنيوي لپاره تګلارې غوره کړې وای، ښايي چې د ۲۱۰۰۰۰ تنو ژوند ژغورل شوای وای.

د دغې وبا د رامنځته کېدو په پيل کې دا ثابت شوې چې کوويد-۱۹ رايه ورکونکو لپاره تر ټولو د پاملرنې بيړنۍ مسئله وه. نو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وغوښتل چې د دغه وبا د کنټرول کارونو د کمزورتياوو پټولو په موخه خپله پړه پر چين واچوي. په حقيقت کې دا ښکاره شوی چې د امريکا له کورنۍ ستونزې څخه په بهرنيو ګواښونو بدلول د دغه هېواد د جمهوريت غوښتونکي ګوند د ټينګ ملاتړ کوونکو لخوا غوره شوې تګلاره ده.

په پای کې امريکا د اسيا په شان غوښتنه کوي چې ماسکونه واچوي او ټولنيزه فاصله يې وساتل شي. که څه هم زيات شمېر کسانو د دغو سپارښتنو رعايت ونه کړ چې بدې نتيجې يې څرګندې دي. خلک لا د ولسمشريزو ټاکنو نتيجې ته انتظار کوي، خو دا ښکاره ده چې ډونالډ ټرمپ د وبا له امله ماتې خوړلې ده. خلک هيله لري چې د جوسي بايډن برياليتوب به د دغې وبا د مخنيوي لپاره نوې او جلا دولتي رويې غوره کړي که څنګه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای