د روغتيا ۷۳مې نړيوالې اسامبلې تمديد شوې غونډه د نومبر په ۹مه نېټه پرانيستل شوه چې تدروس د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې يو ځل بيا له ټولې نړۍ څخه د يووالي او له کرونا وبا سره د علمي مبارزې غوښتنه وکړه.
هغه څرګنده کړه چې د کرونا وبا خپرېدل د روغتيا نړيوال سازمان پر وړاندې د عامې روغتيا يوازنۍ بېړنۍ حادثه نه ده. په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا له خپرېدو څخه څرګندېږي چې د خلکو روغتيا او نړيوال روغتيايي امنيت يو له بل سره نژدې تړاو لري.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |