CRI Online

د امريکا د دفاع وزير مارک ايسپر له خپلې دندې څخه ګوښه کړی شو

cri     (GMT+08:00) 2020-11-10 10:17:59

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د نومبر په ۹مه نېټه د دفاع وزير مارک ايسپر د ګوښه کولو اعلان وکړ او د دفاع وزارت د سرپرست په توګه يې ښاغلی کريستوفر ميلر وټاکه. 

ټرمپ په همدې ورځ په يوې ټولنيزې رسنۍ کې وويل چې د مارک ايسپر دنده ختمه شوه او ميلر د دفاع د سرپرست وزير په توګه دنده پر غاړه اخيستې. 

۵۵کلن کريستوفر ميلر د ۲۰۰۸ کال له اګست څخه د ترهګرۍ ضد دولتي مرکز د مشر په توګه دنده پيل کړه، له دې مخکې يې د امريکا د ملي امنيت کمېسيون ترهګرۍ ضد سلاکار، د ځانګړو عملياتو او ترهګرۍ ضد چارو په اړه د دفاع وزارت د مرستيال سلاکار شوی و. 

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای