CRI Online

د چين خارجه وزارت: چين به د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره لا زيات مثبت ځواک برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-10 10:19:40

د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۹مه نېټه د يوې نوبتي خبري ناستې په ترڅ کې څرګنده کړه چې چين به په ټينګه سره ور پرانيستي نړيوال اقتصاد ته پرمختګ ورکړي او د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا ته به لا زياته مثبته انرژۍ برابره کړي. 

د چين د احصايې دولتي ادارې، د سوداګرۍ وزارت او د ګمرکاتو عمومي ادارې څو ورځې دمخه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې د چين اقتصاد په ثابت ډول اعاده کوي. نوموړي وويل چې اوس په چين کې د کرونا وبا د کنټرول او مخنيوي مهمې لاسته راوړنې موندل شوې دي. اقتصادي او ټولنيزې چارې او په ثابت ډول اعاده کوي چې ترې د چيني اقتصاد ځواکمنتيا او د راتلونکي پرمختګ ستر پټ توان څرګندېږي. د پيسو نړيوال صندوق په شمول څو نړيوالو سازمانونو اټکل کړ چې چین ښايي په روان کال کې د مثبت پرمختګ يوازنی موندونکی اقتصاد وي. 

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای