CRI Online

د چين د خارجه وزارت وياند د روغتيا نړيوالې اسامبلې په تمديد شوې ناسته کې د تايوان مسئلې په اړه خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-11-10 10:22:28

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر د ۹مې نېټې په شپه د روغتيا نړيوالې غونډې په غځېدلې ناسته کې د تايوان مسئلې په اړه څرګنده کړه، د روغتيا ۷۳مې نړيوالې اسامبلې په تمديد شوې ناسته کې چې تازه پيل شوې، د ناظر په توګه د تايوان د ګډون په اړه د ځينو هېوادونو وړانديز رد شوی دی. له دې څخه څرګندېږي چې د يو چين د پېژندلو اصول نه بدلېدونکی دی او د تايوان د ګډون په اړه مسوده به خامخا ناکامه شي. 

نوموړي وويل چې د چين مرکزي حکومت د تايوان وطنوالو روغتيا او ګټو ته په درنه سترګه ګوري. د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې مو څو ځلې تايوان سيمې ته اړوند تازه معلومات برابر کړي او په نړيوالو روغتيايي چارو کې مو د تايوان سيمې د برخې اخيستنې په اړه مناسب ترتيبات وکړل. 

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای