CRI Online

وانګ يي د چين او د خليج همکارۍ شورا د وزيرانو په ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-11-10 10:23:30

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د سپتمبر په ۹مه نېټه په بېجينګ کې د چين او د خليج همکارۍ شورا د وزيرانو په ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ. د خليج همکارۍ شورا نوبتي رئيس هېواد د عربي متحده اماراتو، د راتلونکي رئيس هېواد د بحرين، کويت، سعودي عربستان، قطر، عمان خارجه وزيران او د يادې شورا سرمنشی پکې حاضر وو.

د چين خارجه وزير وانګ يي په دغه غونډه کې څرګنده کړه چې د چين او د خليج همکارۍ شورا ترمنځ همکاري په خليج سيمه حتی ټوله نړۍ کې ډېر مهم ځواک ګرځېدلی ده. چين به په دوامداره توګه د خليج همکارۍ شورا له غړو هېوادونو څخه ملاتړ وکړي چې خپل سياسي امنيت او ټولنيز ثبات وساتي او پر خپلې پرمختيايي لارې ګامونه پورته کړي. دواړه خواوې بايد پر څواړخيزم ټينګار وکړي. چين هيله لري چې په واقعي عملياتو سره له يادې شورا سره د انسانانو يوه ګډه روغتيايي ټولنه جوړه کړي. دواړه خواوې دې د کرونا وبا په اغېزمن کنټرول سره اقتصادي چارې اعاده کړي، د ازادې سوداګرۍ خپلمنځي سيمې د ابادۍ په اړه خبرې اترې دې بيا پيل کړي، د ډېټا د خوندي ساتلو په اړه همکارۍ دې پياوړې کړي، د يو کمربند او يوې لارې مهمې پروژې دې په ګډه جوړې کړي او خپلمنځي کلتوري او انساني تګ راتګ دې زيات کړي.

( سپوږمۍ)  

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای