د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۰مه نېټه د بو او اسيايي فورم د تکنالوژۍ او نوښت فرعي فورم د لومړۍ غونډې پرانيستونکو مراسمو ته د مبارکۍ پيغام وليږه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې پر دې ټينګار وکړ چې تکنالوژۍ بايد انسانو ته ګټې ورسوي. اوس د نړۍ پر وړاندې د کوويد-۱۹ ويروس په شمول يو لړ ننګونې موجودې دي. چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره د تخنيکي نوښت او اړوندو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي چې د نړيوال اقتصاد احيا د هڅولو او د وګړيو روغتيا د ضمانت لپاره خدمتونه ترسره کړي. دغه فرعي فورم به د تخنيکي نوښت په برخه کې د نړيوالو تبادلو او همکاريو لپاره يو مهم ډګر برابر کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |